د ولسی جرګي د انتخا باتو پر کشا لې د ځانګړي اختصاصي محکمي پریکړي څه شوي ؟
ولی محمد نورزی ولی محمد نورزی

 د تیر کال د وږي په میاشت کی د ټول هیواد په کچه ولسی جر ګي ته د انتخابیدو د استازو لړۍ پیل شوه، دڅو میاشتو په تیریدو سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د شکا یاتو مستقل کمیسیون هم خپلی پریکړي اعلان کړي.ولي ددی دواړو کمیسیونونو د پریکړو سره ولسی خلکو ، څارنوالي او د جمهوري ریاست دفتر راضی نه ښکاریدل.په انتخا باتو کی ددرغلي ، بډی اخیستلو ، اداری فساد، دقومی اړیکو ننګوني اود نه شفافیت انګازي د هرچا ترغوږو ورسیدي.او ټاکل شوي انتخابات ترژوری پوښتني اوګرویژني لاندی راغلل.                                                      

لويه څارنوالي  ددی پر وسي مکمل او پوره معلو مات د اسنادو او شواهیدو پر بنسټ په رسمي ډول سره ستري محکمي ته ولیږل، ستر محکمي هم د ښه غور او څیړني لپاره د رئیس جمهور کرزي د دفتر څخه د یوي ځانګړي خاصی محکمي غو ښتنه وکړه، او د جمهور  رئیس حامد کرزی دفتر هم ډیر ژر د  یوه ځا نګړي فرمان په ور کولو سره دا محکمه منظور کړه ، په دی توګه ځانګړۍ خاصي محکمي خپل کار په رسمي ډول سره پیل کړي. د محکمی له پیل نه داسې معلمو میدل چه ډیر ژر به مونږ ددی ځانګړي  اختصاصی محکمي پریکړی ووینو او د قضاوت او انصاف د عدالت هنداره به  د انتخاباتو د تلي  د پورته او کښته کیدلو خوځښت نه دیوی برابری اوموازې بلانس حا لت په درشل کی یو شان او یوه رقم د سکون اختیارغوره کړي .                                                       

 له بلي خواه د ولسی جرګی بر یاليو استازو هم ټینګار کاوه چه د اولسی جرګي ددوهمی دوری کار دي ډیر ژر پرانستل شې، او په خپل  کار دي شروع وکړي.ولی ناراضه او نا کامو استازی بیا دلاریونونواو اعتراضونو پرلیکه ور ګډ شول. رسمي او شخصی تلویویزیونونو، افغانی رسنیو او مید یا هم په ملی او بین ا لمللی بڼه سره خپل بازار دومره تود کړي وو، چه هره شیبه به د ولسی جرګي په اړه ددرغلیو او فسادونو خبری کید لي اولیکوالانوهم خپل نظرونه دمقالو او شننو پر بهیر ونه سپمول  اوخپاره  یي کړل .                                                                                            

ځانګړي اختصاصی محکمي د رئیس جمهور نه یوه میاشت وخت وغوښت تر څو د پارلمان د پر انستلو پروسه وځنډوي، چه د انتخا باتو لړۍ په پوره او دقیق ډول  سره وڅیړي او دلوی څارنوالي پر غوښتنه ژوره څیړنه او غور وکي.د جمهوری ریاست دفتر د اختصاصی ځانګړۍ محکمي دیوی میاشتی مودی د پلټني  اضافه وخت هم منظور کړي. ولی ډیر ژر د بر یالیو استازو د پر له پسی  غوښتنو سره کرزی صاحب  خپله ور کړل شوي پریکړه بیر ته واخیسته، اود ولسی جر ګي ددوهمي دوری کار د حامد کرزي په وینا سره  په رسمی ډول پیل شو. دخلکو استازو د یوی میاشتي په درشل کی څه کم شل ځله د خپل رئیس د ټا کلو  په انتخاب کی  نا کامه را غلل ، ولی په یوه نیک مرغه ورځ د پښتون او تاجک د قوم نه پرته د ازبک د قوم یو استازي د رئیس په توګه وټاکل شو، پارلمان شروع او رسمی بڼه  یي غوره کړه. او دا ستونځه د وکیلانو په منځ کی حل شوه.                 

اولسی جرګي د خپلی لمړي ناستي  په اوږدوکي د ټولو نه مخکي په دی پریکړه راضی شول چه اختصاصی  ځانګړۍ محکمه دي لغوه شي. د جرګی استازو د خپل منځ نه څو استازي وټاکل چه د جمهور رئیس سره وویني او ځانګړۍ اختصاصی محکمه نا قانونه او لغوه اعلان کړي، ولی ددوي هڅي نا کامه شوي اود رئیس جمهور قنا عت یي لاس ته  را نه وړي. وکیلان اوس هم په دي نظر دي چه دوی ټوله دخلکو اصلې استازي دي اود انتخاباتو پر وسه شفافه او عا دلانه ده او د ځانګړۍ محکمي شتون غیر قانونی دي  .                                                                                                  

 اعتراضي نا کامه و کیلان بیا د محکمی و پریکړو ته   دصبر او انتظار په حالت کي لاس تر زنه ناست دي. چه څه وخت به ځانګړي محکمه خپلی پریکړي اعلان کړي او نتیجه به یی  ددوي په ګټه تما مه  شي  او که نه؟. ولی د محکمی پریکړه به  د لانجي حل را  پیداکړي .                                                                               

 ځانګړۍ محکمه د خپل ټاکلی وخت نه دیوی میاشتی د مرحلی نه دوو میاشتو نه زیاتي مودي پړاو ته ور  واوو ښته ، ولی تر اوسه پوری هيڅ کومی نښي او نښاني نه لیدل کیږي چه دا محکمه به کله او څه وخت خپله پریکړه  اعلان کړي  .                                                                            

 د افغانستان  اوسني دولت  په تیرو لسو کلنو کی د تجربي له رویه ډیری مهمي پیښي چه ددرغلي او فساد  نښي او نښاني پکښی نغښتي وي، او یا ډیر نور ستر جنا یی جر مونه چه په خپله ددولت له خواه یی د تحقیق او پلټني چاری د لوړ پوړو چارواکو لخواه  په جدی توګه  په ګوته شوی وي ،دغور او څیړني شفا فه پروسه یی نه  ده بشپړه کړي. ولی ډیر ژر  بیله کومی نتیجي د ټولو له یاده وتلي دي ،او قانونی مر حلي یی نه دی تکمیل کړي.چه ښکاره بیلګی یی د حج او اوقافو وزارت، د کابل بانک،او ددولت د نورو وزارتونو ا و لویو  ادارو ددرغلیو او فسادونو ښکاره نمونې او بیلګي د یادولو وړدي.                                   

 د افغا نستان ټول خلک په ډیري بی صبري سره دي ته انتظار دي چه ځانګړي اختصا صی محکمه به کله د قانونی عدالت د کړنلاری پر بنسټ د بر یالیو او ناکامو استازو د غو ښتنو ، د انتخاباتو خپلواک  کمیسیون  او د شکایاتونو د مستقل کمیسیون د غړو څیړه نیز ي اخرنی پریکړی يو ځل بیا تر غور او تحقیق لاندي ونیسي، او دحق او انصاف  حقوقي  طرف به يی  قانوني  او حقداره کړي. که چیری دا کار بیا هم په ښه وجه سره سر ته ونه رسیږي ،نو د ستری محکمي  د پرستیژ   لوړ مقام به د پو ښتني سره مخا مخ شي او د خلکو ټول ار مانونه به د خاورو سره  خاوری شي. داچه  ټول خلک  او د ملت  بریالی  او ناکامه استازي به ددي ځانګړي محکمي پریکړي ته څومره لا نورهم د انتظار او صبر په تمه  نا ست وي، او د ځانګړي خاصی محکمي  پریکړو ته لیوال دي. دا به مونږ په راتلونکي نژدی وخت کي وګورو  او تر ژور بحث او څیړنی لاندی به یي ونیسو.                                        

                           پای                                                


April 5th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات